د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد ته تللی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې پلاوي د سفر موخه (د افغان ـ ترکمن تواصل) کنفرانس پرانیستل، افغاني تولیداتو ته د نندارتونونو جوړول، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداگریزو او ترانزیتي اړیکو د پراختیا لپاره د خصوصي سکتورونو او حکومتي چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو غونډو جوړول دي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت گڼ پلاوي گاوڼدیو او د سیمې هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي، چې موخه یې د یادو هېوادونو سره سوداگریزه پراختیا ده.

تېره اوونۍ د پاکستان د سوداگرۍ خونې ویلي وو، د چابهار بندر د پرانیستل کېدو او منځنۍ اسیا ته د افغان سوداگرو مخه کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگري ۷۰سلنه کمه شوې ده.

د سوداگریزو چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت باید د سوداگرۍ په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان ونه کړي او د منځنۍ اسیا د هېوادونو سربېره باید د نړۍ له گڼو هېوادونو سره خپله سوداگري پراخه کړي.

افغان پلاوی داسې مهال ترکمنستان ته سفر کوي، چې تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي وو، چې له یاد هېواد سره یې د اوسپنې پټلۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version