د حماس پوځي څانګې «کتائب القسام» نن سهار د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کې پر صهیونیستي ځواکونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې یو پوځي افسر وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
دې غورځنګ ته نږدې سرچینو راپور ورکړی، چې همداراز د حماس پوځي څانګې یوه سرتېری د صهیونیستي پوځ پر ژغورونکې ډلې «سرتېری» برید کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کتائب القسام په وینا، برید څو ساعته پرلهپسې دوام کړی او صهیونیستي رژیم د هلیکوپټرو په مرسته وژل شوي او ټپي عسکر له سیمې لېږدولي دي.