د مالیزیا د ترنګانو ایالت چارواکو ویلي، چې له عذر پرته د جمعې لمونځ پرېښودو په صورت کې به مسلمان نارینه تر دوه کلونو بند او شاوخوا ۷۱۰ ډالرو جریمې سره مخامخ شي

مالیزیایي رسنیو د دغه ایالت د چارواکو پر حوالې ویلي، دا جریمه به هغه مهال تطبیق شي چې یو کس له یادونې او خبرتیاوو سره-سره بیا هم دا فریضه پرېږدي.

ویل شوي، همداراز د جوماتونو په انګړونو کې د جمعې لمانځه د اهمیت په اړه لوحې لګول شوې دي، څو خلک د دې فریضې لا ښې اداینې ته وهڅول شي.

د ترنګانو ایالت د اسلامي چارو ادارې ویلي، دا ګام د اسلامي ارزښتونو د خونديتابه او دیني شعائرو ته د درناوي په پار اخېستل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version