د یمن انصارالله غورځنګ (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي علي العماد ویلي، ځینې نړیوال سازمانونه په یمن کې د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته کار کوي.

هغه ویلي دغه سازمانونه پر پرمختللې ټېکنالوجۍ سنبال دي او عملاً د خیریه چارو پر ځای د صهیونیستي رژیم د «استخباراتي مټو» په توګه عمل کوي.

العماد دغه څرګندونې د یمن د المسیره ټلوېزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې کړي؛ خو د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته په کار د تورنو سازمانونو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې تازه حوثي استخباراتو د سعودي، صهیونیستي رژیم او امریکا استخباراتو پورې تړلې یوه مهمه جاسوسي شبکه ونیوله.

حوثیانو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ۴۳ کارکوونکي هم بهرنیو په ځانګړي ډول صهیونیستي استخباراتو ته د کار کولو په تور نیولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version