د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهيږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ له اوربند سره سره، دوی پر اشغال شوي فلسطین خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.

محمد البخیتي وړاندې ټینګار کړی، چې تر هغه به پر اسرائیل د دوی بریدونه روان وي، تر څو د غزې جګړه پای ته نه وي رسېدلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version