د افغان حکومت مشرتابه د غور ولايت د والي سربېره، د دې ولایت د استيناف، ابتدایه او نظامي محاکمو له رئیسانو، د ریاستونو له رئیسانو، ولسوالانو او مجاهدینو سره کتلي دي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې کتنه کې د غور ولایت مسؤلینو او مجاهدینو خپلې ستونزې او غوښتنې له مشرتابه سره شریکې کړې دي.

ښاغلی مجاهد زياتوي چې په ورته مهال مشرتابه‌ په دې لیدنه کې د اسلامي نظام د استحکام، د شریعت تنفیذ، د مقدس جهاد د اهدافو او لاسته راوړنو په ساتلو د ټینګار تر څنګ مسؤلین او مجاهدین د مشرانو پوره اطاعت او پر کشرانو شفقت کولو، له اختلافاتو ځان ساتلو او ښه خدمت کولو ته هڅولي او لازم هدایات او توصیې یې ورته کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version