د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد يونس مومند روسیې ته د خپل سفر په لړ کې د ختیځي اسیا په اقتصادي کنفرانس کې، وېلي چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمينه مساعده شوې ده.

په ياد کنفرانس کې چې د روسیې د ولسمشر، د مالیزیا د ولسمشر د مرستیال، د چین د ولسمشر د مرستیال، د کویټ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، چین او روسیې د سوداګریزو استازو په ګډون جوړ شوی وو، ښاغلي مومند د اسیايي هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي، په ټینګار سره ویلي، چې اوسمهال افغانستان د سراسري امنیت، د کوکنارو پر کرکېلې د بندیز او د اداري فساد د له منځه تلو له امله د سوداګرۍ او پانګونې لپاره هېوادونو ته یو ښه فرصت دی.

محمد یونس مومند د دغو هېوادونو له استازو غوښتي، چې خپل سوداګر په افغانستان کې د کانونو، کرنې او د انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version