کورنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني کابل کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ يي او مل پلاوي ترمنځ کتنه کې په امنیت، نشه يي توکو پر ضد مبارزې، د ګډو پولو د امنیت او سرحدي ځواکونو د همغږۍ، د سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
سرچينه وايي، ښاغلي حقاني د چین د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او چین یې داسې ګاونډی یاد کړ، چې تل یې افغانستان سره نېک تعامل ساتلی دی.
له بل لوري د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان او چين ترمنځ اړیکې په تاریخ کې ژورې بللې دی.