ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۲/۲۶ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_زلمی خلیلزاد: پخواني(جمهوري) مشران او واکمنان هڅه کوي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي.
۲_مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
۳_د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي: د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لرو او باوري یو چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.
۴_مولوي امیرخان متقي پاکستاني پلاوي ته؛ اسلام اباد دې د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو د هواري هڅه وکړي.
۵_د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی: د سرهرود د غمیزې عاملین به ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
۶_کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه.
۷_د خليفه سراج الدين حقاني او وانګيي کتنه؛ د ګډو پولو په امنيت خبرې شوي.
- [ ] سیمه:
۱_د ایران په لرستان ولایت کې چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې. - [ ] منځنی ختیځ:
۱_ابراهيم عبدالملک علبي ملګرو ملتونو کې د سوریې دايمي استازی وټاکل شو.
۲_سپينه ماڼۍ: د غزې لپاره د اوربند پر یوې نوې طرحې خبرې روانې دي.
۳_پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي.
۴_حماس: د غزې اوربند طرحې په اړه د اسرائیلو ځواب ته په تمه یو.
- [ ] نړۍ:
۱_د نایجریا په شمال کې پر یوه جومات وسلهوال برید؛ ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۲_ټرمپ وايي هېڅکله به امريکايي ځواکونه اوکراين ته ونه لېږي.
۳_چین د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا برخه کې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.
۴_د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.