د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې په غزې تړانګه کې تر ۲ میلیونه زیات خلک له سختې لوږې سره لاس‌ او ګریوان دي.

یاد سازمان تېره ورځ دوشنبه (د غبرګولي، ۱۲مه) په یوه بېړني بیان کې ویلي: «که غزې ته غذایي مواد ونه‌رسوو؛ نو دا به په یوه جدي ننګونه بدله شي.»

دغه سازمان همداراز د غزې ټولو سیمو کې مرستو ته د لاسرسي پراخېدو او چټک وېش غوښتنه کړې، ترڅو د روانې بشري فاجعې له لا ژورېدو مخنیوی وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version