د ارزښتونو د لیلامولو سوداګر بالآخره د سودا په پیسو سره وران شول؛ د ازادۍ په نامه جبهه د شر او فساد د جنګیالیو ګرېوانونو ته لاس واچوه.
د ازادۍ د جبهې پورې اړوند کس (نصرت اقبال) د مقاومت په نامه د شر او فساد ډلې رازونه فاشوي چې دوی په وخت جنګیالیو ته د جنګ حق الزحمه نه ورکوي؛ څه چې دوی له بهرنیانو ترلاسه کوي او کومې معاملې کوي له ټولو پردې پورته کوي.
کله چې کومه جګړه خپل تقدس ونه لري طبعي ده چې هغه جګړه د نغدو پیسو په مقابل کې د شهید ملت د وینو تجارت دی.
په دې وروستیو کې د جنګ د پیسو په لانجه ددې ولس په وړاندې د مزدبګیر اجیرانو له مخونو نقابونه ولوېدل.
په افغانستان کې د بغاوتونو تر شا د پردیو استخباراتو د خون او خرابۍ په موخه د خون اشامه پالیسیو دسیسې روانې دي؛ دغه جنګي جبهې نه افغاني رنګ لري او نه هم افغاني ننګ.
د یادو جبهو په تشکیلاتو کې ټول تنکي ځوانان استخدام شوي چې هغوی د دې جنګ پر ماهیت لا نه دي خبر چې کیسه څه ده؟
هغوی چې پوهېږي چې دا اجیره ډله د بهرنیو استخباراتو په ډالرو د افغان انسان محترمه او ارزښتمنه وینه تویوي هرګز د اثم او عدوان په تعاون کې نه درېږي؛ بلکې دا ډله خلک به د تقوی او سپيڅلتیا لمن نیسي.
د خیالي جبهو او شر خوښوونکو بغاوت د پیسو د تجارت په موخه دی؛ د جبهو تجاران نه اسلام پېژني، نه ملت پېژني، نه د رحم په نامه کوم شی پېژني او نه هم د عاطفې جوهر په کې شته؛ دا خلک د انسانانو د کباب شویو غوښو په لوګي خپل خُمار ماتوي.
دا خدای جل جلاله مرحمت دی چې دا ډلې رسوا کوي ترڅو خلک یې له نقابونو پرته مخونه او غیرتونه وګوري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.