د ځینو تش په نامه افغانانو دریځونه او موقفونه هم چې اورو له شرمه یې هضمولی نه شو؛ د متحدي جبهې په نامه خیالي او شړېدلې جبهه کله ناکله په وطن کې د ځینو بریدونو پړه مني چې ګویا دا برید یا چاودنه دوی کړې.

د دې جبهې منسوب جنرال، سمیع سعادت وایي چې امریکا دې طالبان راسره مات کړي د بګرام نظامي هډه ورته ورکوم.

سړیه ته څوک یې چې خلکو ته د افغان خاوره وړیا وربښې؟ تاته دا صلاحیت چا درکړ چې ته د دې پاکې خاورې قباله یهودو او نصاراوو ته ورکړې؟د تاریخ په اوږدو کې هېڅ افغان د یعقوب خان د ګندمک معاهده نه ده منلې چې له امله یې انګریزانو خیبر پښتونخوا د افغانستان له بدنه غوڅه کړه.

افغانانو له هماغه وخته واخله تر اوسه پورې نړیوالو محکمو ته په وار وار ویلي چې دا د ولس صلاحیت دی چې د خپلې خاورې د برخلیک لپاره څنګه تصمیم نیسي.

د افغانستان په برخلیک به ټول افغانان جرګه کېږي او پرېکړه به کوي چې د خپل وطن سرنوشت څنګه وټاکي؟سمیع سادات، خلیلزاد او مسعود خیل به یوازې د باګرام هډه ورنه کړي، دوی ورته د ټول افغانستان قباله ورکړې وه او بیا یې هم ورکوي خو دا خاوره نور مجنونان لري چې په خپله خاوره باندې د یرغلګرو د اسانو سومونه هم نه شي لیدلی؛ په دې وطن یې اشغال کله هم نه لورېږي د وطن په استقلال یې بې بریده سرونه ایښي او ږدي یې.

زه سمیع سادات ته وایم چې که یوه ورځ دې هم د افغانستان په کوڅو کې خاپوړې کړي وي داسې ننګینه خبره باید ستا له خولې ونه وځي.

طالبانو سره په دښمنۍ کې دومره غلو مه کوه چې ته دې له مقدسې خاورې امریکایانو ته تېر شې.

طالب سره افغاني، اسلامي، انساني، وطني، کلتوري او ژبني مشترکات لرې خو له امریکایي سره څه لرې؟دا وطن د جرګو د نرخ او تول وطن دی، راځه له همدې شملورو سره کښېنه، موږ تل سیاسي او کلتوري معاضلې په جرګو حل کړي، ستر احمدشاه بابا د شیرسرخ زیارت له جرګې په شاه شو او په وطن کې یې دوه لویې امپراطورۍ چپه کړې.

وطن له بحرانونو په جرګو وځي نه په جګړو او نه باید داسې سخي ارسلا خان له ځانه جوړ کړې چې د مشترک کور قباله بهرنیانو ته ورکړې.

دا ډول قبالې تل لغوه شوي؛ که شاه شجاع ورکړي، که ترکي، امین او کارمل ورکړي؛ خو ته باید له یاده و نه باسې چې دا خاوره مالک لري، دلته داسې زمري شته چې پر دې خاوره به دې قدم اېښودلو ته پرېنږدي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version