یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

په هېواد کې د سمت پالنې او لنډه غرۍ بنسټګرو او ملګرو یې پردۍ جګړې خپل کلي او ولس ته را انتقال کړې چې په یادو جګړو کې ډېرې کورنۍ لولپه، ډېري میندې بورې او ډېرې ښځې کونډې او بې وروره شوې خو یواځې د شر او فساد لارویان پکې میلیونران شول.

هو!

دوی جګړو او وژنو میلیونران کړل؛ د همدې پیسو ګټلو له دوی هغه څیرونکي حیوانات جوړ کړل، چې خپل او پردي ورته نا معلوم شول، له هرې خوا به چې ډالر ورته راتلل/راځي، هماغه یې خپل دوستان او باداران ګڼل/ګڼي، خو د تاریخ محکمه هیڅوک نه بښي، هغې دا هر څه په ټټر لیک کړي دي.

عبدالرشید دوستم چې د هېواد لومړی مرستیال ولسمشر وو او باید په ټول هېواد کې یې د خپلسرو ملیشو مخه نېولې وای، ده خپله شل زره کسیزه د غلو، قاتلینو، اختطافګرو او وحشيانو ډله مسلح کړه، چې په شمال کې یې پرې کلي او لارې شکولې.

د سلامتو ولسوالیو او کلیو شکایتونه پورته شول، چې د دوستم سړي خواره په رڼا ورځ عامه لارې او کورونه چور کوي، چې د یو راپور له مخې یې په یوه ورځ په فاریاب کې څلور کلي چور، نهه بې ګناه وطنوال یې ووژل او تر شلو ډېر ځوانان یې له ځان سره یووړل.

د دې وحشتونو او بربریتونو سره-سره دوستم نه یواځې چې مخه یې ونه ونیوله، برعکس یې عطاء نور او د شر او فساد نورو لارویانو ته هم د شخصي ملیشو د جوړولو مشورې ورکړې، چې په لوی لاس یې د شمال سیمې د غلاو او چور مرکزونه وګرځول.

د پاکستاني استخباراتو سره د همده د لومړي مرستیالتوب پر وخت د SOP تړون لاسلیک شو، چې په بناء یې د پاکستاني استخباراتي ادارې آی ایس آی کارمندان نهه ځله کابل ته راغلل او له زندانیانو یې تحقیقات وکړل.

د یاد تړون ځینې برخې د ویسا ورځپاڼې نشر کړې چې ډېرو خلکو ولسي حساسیتونه یې را وپارول؛ خو د شر او فساد ډلې یاد تړون ردولو چې په نږدې وخت کې د هغه وخت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل استعفاء ورکړه او ځینې شواهد یې په خپله فسبوک پاڼه نشر کړل، چې پکې یاد تړون تائید کېدل او درې نفرو ته د یاد تړون پر سر د ۷۰ میلیونه ورکول یاد کړل، خو نومونه یې نه وو ذکر کړي.

د شر او فساد ډلې د ویسا ورځپاڼې د نشراتو مدیر په مرګ کواښلو چې تا د تړون رسوا کېدل کړي او دا ملي خیانت دی؛ جالبه وه په وطن سودا ملي خیانت نه وو او د حقیقت راسپړل پکې ملي خیانت بلل کېده.

دوستم پکې جېب ډک کړ، خپل سرې ملیشې یې جوړې او مسلح کړې، اختطافونه یې شروع کړل او خپل شخصي زندانونه چې له مخکې یې جوړ کړي وو، پراخه او منظم کړل چې دغه یې د وحشتو او بربریتونو جدا پاچاهي وه.

همدا وحشي صفته ازمایل شوي نن بیا د موازي حکومت د جوړېدو وړاندیزونه کوي، دوی ولې خپل وحشتونه او ناځوانۍ هېروي او ولس ته په سترګو کې خاورې ور اچوي!؟په سلامت هېواد کې چې یو پلوی هم و نه لرې او دعوه د نظام د ړنګولو کوې، نو دا بې عقلي او رواني ناروغي نه ده نور څه دي!؟ دوی په رواني ناروغیو اخته شوي دي، چې کله نا کله داسې نادرې غږوي چې سړي ته په غم کې خندا ورشي.

د نجات شوری پر ځای دې دوی په کوم بل نوم غَور وکړي، چې د دوی له بې عقلۍ او لېونتوب سره کوم ذره ربط ولري؛ ځکه چې رواني ناروغان هر لور ته خوله اچوي، که څوک یې ونه پېژني غاښونه به په لاس کې ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version