دوهمه برخه

د شر او فساد د لارویانو هدف:

سميع سادات، د شر او فساد ډله او نور مخالفين ځکه نړيوالو ته د يرغل زارۍ کوي چې بيا ځلي دوی ته واک و رسېږي او دوی د افغانانو په وينه تجارت شروع کړي؛ په يرغل کې دوی د ډالرو ټولولو سربېره د جعلي واک خاوندان کېدلای شي؛ وژل کېږي به غريب افغان، کور به د غريب افغان بمبار کېږي خو ډالر به يې دوی پر سر اخلي؛ جعلي رتبې او واک کې به د دوی وي، د افغانستان پر سپېڅلې خاوره به بمونه ورېږي خو دوی به د شرابو نېشه او عياشيو کې غرق وي.

دوی ته صرف او صرف غلاوې، لنډغري او د ډالرو ټولول مهم دي تر څو دوی په افغانستان کې په مزو کې وي او کورنۍ يې په بهر هېوادونو کې ښه ژوند ولري.

د يرغل دعوت او په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت له مخالفت څخه د دوی يواځينی هدف همدا دی او دغه د وطن دوستۍ شعارونه يې يواځې دوکه ده؛ ځکه دوی همغه لنډغر او وحشيان دي چې د افغانانو قتل عام کې تر کفارو هم مخته وو.

افغانان پر ټانکونو تړل، ژوندي په اور سوځول، د افغانانو ناموس ته په بده کتل، په تعصب او شر و فساد کې مشهوره دي او بيا ځلي د يرغل زارۍ هم د همدې کړنو لپاره کوي؛ د دوی په کردار او شعار کې بلها فرق دی، نعرې د وطن دوستۍ وهي خو د افغانستان سپېڅلې خاوره خرڅوي.

د داعشي خوارجو هدف:

داعش يوه غربي پروژه ده، د دوی له پيدايښت څخه بيا تر ننه که يې تاريخ وګورئ نو يواځې او يواځې به هر ځای کې دوی د مجاهدينو او مسلمانانو سره په جګړه بوخت وي؛ داعش خراسان څانګه چې په اصل کې د غرب پروژه ده؛ کوم چې د آی ايس آی جنرالان يې مشري کوي؛ دي پاکستانيان، ناست په پاکستان کې دي خو راځي جګړه په افغانستان کې کوي.

دوی د يوه داسي نظام تر چتر لاندي اوسېږي چې عينا پکې د غرب ډيموکراسي حاکمه ده، هلک له هلک سره او انجلۍ له انجلۍ سره واده پکې قانوني دی، ټول قانون يې د غرب دی، پوځ يې وحشت او په ولس وژنې کې نامداره دی؛ خو د همدغه پوځ او پاکستان په لمسون داعش خراسان له پاکستان څخه راځي او په افغانستان کې د يوه سپېڅلي او داسي اسلامي نظام مقابل جنګېږي چې په نړۍ کې يې ساری نشته.

داعشي خوارج ولې داسې کوي؟

دا ځکه چې دوی يواځې د غربي اهدافو لپاره جنګېږي، غربي پروژه ده او چې چېري غرب و غواړي هلته ترې کار اخلي؛ په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت مخالفت هم د همدې غرب په خوښه کوي او اصل هدف له دې مخالفت څخه يې ځان رسول تر ايران، روسيې او منځنۍ آسيا هېوادونو پوري دی تر څو په سيمه کې د يهودو او امريکا ګټې خوندي کړي.

د حزب التحرير هدف:

حزب التحرير هم د نړيوال جاسوسي سازمانونو يوه پروژه ده چې اصل هدف يې د جهاد او مجاهدينو مخالفت دی؛ دوی د خلافت شعارونه زمزمه کوي اما ورسره وايي چې خلافت بايد په تشدد سره نه، بلکې عدم تشدد سره لاسته راوړل شي چې دا هيڅ امکان هم نه لري؛ ځکه خو دوی دغسي شعارونه زمزمه کوي تر څو مسلمه امت له جهادي مبارزې را وګرځوي.

حزب‌التحریر ته دغه پلان د نړيوالو جاسوسي سازمانونو له طرفه ورکول شوی؛ په هر ځای کې چې مجاهدين راپورته شوي نو دوه ډلو يې د اسلام په نامه مخالفت کړی چې يو يې داعشي خوارج دي او بل يې هم حزب التحرير؛ داعشي خوارج يې د تشدد له لارې د مجاهدينو مخالفت ته درولي او حزب التحرير يې د ذهنونو د مغشوش کولو، بې ځايه تبليغاتو لپاره چې دواړه دروغجن شعارونه د خلافت زمزمه کوي.

د پاکستان هدف:

دا چې غرب په سيمه کې بل کوم د اتحادي په نامه غلام نه لري ځکه د غربي پروژو عملي کولو ته پاکستان ملا تړلې؛ د هرې پروژې عملي کولو کې له غرب، عربستان او يهودو څخه پيسې اخلي.

د شر او فساد ډلې او داعش خراسان تر منځ ناستې هم آی ايس آی او پوځ د غرب په خوښه وکړې؛ همدا وجه وه چې تاجکستان د شر او فساد ډلې دفترونه وتړل؛ کله چې د شر او فساد ډلې پر خپل بادار امريکا و ژړل نو همدې پاکستان د امريکا په امر ځای ورکړ؛ د تېر جمهوريت غړي پاکستان ته لاړل او هلته په خوندي مرکزونو کې د غرب په خوښه ساتل کېږي.

په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت مخالفين که داعش خراسان دي، که د شر او فساد ډلې او يا هم د تېر جمهوريت تښتېدلي دي، ټول په پاکستان کې ناست دي او له هغه ځایه په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت د مخالفت نعرې وهي.

مګر د پاکستان پوځ او آی ايس آی بيرته تورونه پر افغانستان تړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځ حملې کوي؛ دوی همېش دوه مخی سياست پر مخ وړی او په همدې منافقت سره يې د مسلمه امت ذهنونه مغشوش کړي؛ د پاکستان ټول حکومت په مرستو او پورونو چلېږي چې دغه مرستې او پورونه چې د غرب، يهودو او عربستان له خوا ورکول کېږي اصل کې د دوی د پروژو د عملي کولو مزدوري ده.

د ا.ا په راتګ سره د پاکستان د مخالفت يوه وجه افغانستان کې د امن، سولې او د پرمختګ ده؛ ځکه پاکستان د افغانستان امن او پرمختګ د ځان تباهي او په تاوان بولي؛ د بيا يرغل سره پاکستان غواړي بيا ځلي امريکا ته لاره ورکړي تر څو د ده قرضونه معاف او په ملياردونو ډالر له غرب او يهودو څخه واخلي.

دا چې په افغانستان کې طالبان بريالي او اسلامي نظام حاکم شو ځکه پاکستان خپل ځان په خطر کې بولي چې د نورو هېوادونو د مسلمانانو غوندي په پاکستاني ولس کې هم د اسلامي نظام د راوستلو ولولې را وپارېدې؛ د پاکستان ولس هم په خپل هېواد کې د يوه اسلامي نظام د راوستلو هڅې شروع کړې.

بل طرف بلوڅ آزادۍ غوښتونکو د بلوچستان د آزادۍ هڅې ګړندۍ کړې چې امريکا او نورو هېوادونو ته پر افغانستان د يرغل کولو غوښتنې پاکستان د دې لپاره هم کوي؛ چې يرغل به پر افغانستان وي خو ورسره به دی بلوڅ آزادۍ غوښتونکي او ټي ټي پي هم پرې وځپي او هم به يې پر سر په ملياردونو ډالر واخلي.

د يوناما او نړيوال سازمانونو هدف:

يوناما او نور نړيوال سازمانونه ويره لري چې اسلام او اسلامي نظام په نړۍ کې پر خپرېدو دی؛ ځکه د افغانستان اسلامي نظام د حاکميت او پکې عدالت ته په کتلو د نورې اسلامي نړۍ مسلمانانو تمه پيدا کړه؛ تر څو د دوی په هېوادونو کې هم اسلامي او د عدل نظام حاکم شي؛ ځکه نړيوال سازمانونه د بشر حقوق او په نورو نومونو سره د ا.ا مخالفت، فشارونو او د افغان ولس مخالف ډلو روزلو ته کار ويلی.

دوی له طالبانو غوښتنه لري چې دغه اسلامي اصول شاته پرېږدي او په افغانستان کې د غرب غوندي ډيموکراسي راولي؛ د کفري او ډيموکرات نظامونو دا ارمان به هيڅکله پوره نه شي، ځکه افغان ولس کلونه د همدې اسلامي اصولو لپاره مبارزه کړې او کوي به يې.

نړيوال هيڅکله يو اسلامي هېواد نه پرېږدي چې خودمختاره او اسلامي وي؛ دوی همېش اسلامي هېوادونه په خپل کانټرول کې ساتلي؛ کوښښ کوي چې د هر اسلامي هېواد داخلي او بهرنۍ پاليسي د دوی په لاس کې وي؛ چې پر ا.ا يې د فشارونو د لړۍ جاري ساتلو يوه وجه همدا ده.

افغان ولسه!

د دغو ډلو په دوکه بازه او دروغجنو شعارونو مه تېروځئ! دوی بيا ځلي ستاسي په سرونو سودا کول غواړي، ستاسو په وينه تجارت غواړي؛ دوی همغه لنډغر دي، همغه تعصبګر، همغه وحشيان او د افغان ولس قاتلان دي؛ لا يې هم لاسونه د افغان ولس په وينو سره دي.

دغو ډلو ته نه ولس، نه وطن او نه هم اسلام ارزښت لري، بلکې د دې خاورې په خرڅولو سره يرغلګرو ته دعوت او کار کوي؛ د دوی يواځينی هدف دغه امن او سوله له تاسو اخيستل، بيا ځلي افغانستان د جګړې په ډګر بدلول او ډالر له يرغلکرو اخيستل دي او بس.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version