یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

عبدالرشید دوستم د احمد مسعود او د امرالله صالح خبرو ته سخت غبرګون ښودلی.

دوستم خپله ادعا کوي چې، د دوی لخوا په ترسره شوو جنایتونو کې زما لاس و، ما مارشال فهیم او ډاکتر عبدالله ته مشورې ورکولې، جنګونه یې ما فتح کړل، قوماندان یې زه وم.

دوستم وایي د یوې درې یو څو کسانو ټول قدرت په لاس کې واخیسته، خلکو ته یې خدمت ونه شو کړای، ولسونه ترې ناراضه شول، د حکومت چارې یې سمې مخ ته ونه شوې وړلی، هیڅوک په درې کې پاتې نه شو، د کابل د خلکو ټولې ځمکې یې په زور او جبر سره غصب کړلې.

نوموړی وایي، اوس زما نوم نه اخلئ، ازبکان نادیده ګڼئ، مونږ څه احتیاجات لرو تاسو ته؟ او څه بندواز مو یو، مونږ خپله په خپلو لارو چارو ښه پوهېږو.

دا چې احمد مسعود او امرالله صالح په هزاره قوم غږ کړی چې، پاڅېږئ قیام وکړئ، دا خبره یې باید دلیل او منطق ولري، په دې حساسو شرایطو کې دا ډول مشوره څوک نه ورکوي، چې راپورته شئ جنګ وکړئ.

جنګ ځانته قوانین او اصول لري، دا ډول مشورې د هزاره قوم په نفع نه دي، چې جیګ شي او ووژل شي.

جنګ سیاسي حمایې ته اړتیا لري، مالي حمایې ته اړتیا لري، که چیرې یادې برخې یې تر شا غني وي، په هغه صورت کې کیدای شي چې قیام وکړي.

پلاستیکي مارشال عبدالرشید دوستم د لنډغرو دا ډول مشورې احمقانه ګڼلي دي، هغه دا هم په خپلو خبرو کې ویلي چې، زړه مو نه دی یخ شوی چې نور هم ووژل شي؟

هوکې! دا د هماغه جمهوریت ناولې او پلیتې څهرې دي چې شل کاله یې زمونږ په وینو تجارت وکړ، د هماغه لنډغر دي چې اوس مونږ ته په انلاین ډول غولوونکې خوږې خبرې کوي چې مونږ به تاسو ته نجات درکړو.

ښه!

له چا نجات راکوئ؟ له طالبانو نجات راکوئ؟ د طالبانو راتګ ته خو مونږ شل کاله انتظار کړی وو، نن تاسو نجات ترې راکوئ؟ تاسو خو الحمدلله د شرمښانو په څېر په خپلو کې سره وخوړل، مونږ ته به څه نجات راکړئ؟

ځواب پریږدئ

Exit mobile version