د پرځیدلي جمهوري نظام پر وخت د دفاع وزارت سلاکار او د ګارنیزیون قومندان جنرال افضل امان وايي، له افغانستان څخه بهر ته وړل شوې وسلې د افغان ملت حق دی، موږ له خپل حق څخه دفاع کوو او هېڅ‌چاته یې نه ورپرېږدو.

ښاغلي امان همدا راز زياته کړې چې سرپرست حکومت هېڅ‌چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغان خاورې څخه نورو هېوادونو ته زیان ورسوي.

نوموړی وايي: «بهر ته وړل شوي تجهیزات او وسايط د ملت دي، او هېڅوک حق نه لري چې ووایي، دا بايد امريکا ته وسپارل شي».

ځواب پریږدئ

Exit mobile version