ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه به د دوحې غونډو د لړۍ په دوام راتلونکې څلورمه غونډه هم وشي، چې تر ډېره به پکې له افغانستان سره د نړۍوالو هېوادونو تعامل او دغه راز د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت موضوعات په اجنډا کې وي. دا غونډه هم د افغانستان، هم د ملګرو ملتونو او همدا راز د نورو نړۍوالو اړخونو لپاره مهمه ده. که څه هم دا غونډې په پیل کې داسې طرحه شوې وې چې د پرځېدلي جمهوریت د وخت ازمویل شوې او فرسوده مهرې به هم په یوه او بل نوم پکې ګډون کوي، خو کله چې له دې کار سره سرپرست حکومت کلک مخالفت وکړ، نو هغوی په دغو ناستو کې له ګډون محروم شول.
د دوحې لړۍ تېرو غونډو ته په پام، اټکل دا دی چې ښايي په دې ناسته کې به هم پر ډېرو مهمو مواردو بحثونه وشي، خو دا چې پایلې به یې څومره ملموسې وي، له غونډې وروسته به معلومه شي، خو یو او مهم څه چې پکې سر له اوسه معلوم دي، هغه دا ده چې په دې ناسته کې فرمایشي، فرسایشي او ناکامو مهرو ته د ګډون اجازه نشته، بلکې د افغانستان او افغانانو په استازولۍ به د اوسني حکومت استازي پکې نېغ په نېغه ګډون کوي او د افغانستان د معضلې له اړوندو اړخونو سره به مستقیمې خبرې کوي.
له افغانستانه بهر مېشتې ډلې ټپلې، جبهې او جوړښتونه بیا هم په دې ناسته کې له ګډون محروم دي، ځکه اوس ټول په دې پوهېدلي چې دوی د هېچا استازولي نه شي کولی او هسې یواځې د پردیو ګټو د خوندیتوب لپاره د پردیو په اشاره د ګډون هڅه کوي، خو د دوی دا ګډون لا له وړاندې منتفي دی. دې چارې د مقاومت، آزادۍ او نورو نومونو په بهر کې مېشتې ډلې او جبهې سختې وارخطا کړي او فکر کوي، چې ښايي په دې سره دوی لا ډېر منزوي او د خلکو له پامه وغورځي.
دوی اوس په دې اړه اعلامیې خپروي، خبرداري ورکوي، کله د تبعیض خبرې کوي، کله افغان ښځو ته د غربي حقونو او ارزښتونو د ورکړې خبرې کوي، کله یو او کله بل څه وايي. خو ځمکني او عیني واقعتیونه بیا بلکل بل ډول دي، دلته ښځې د شریعت او اسلامي احکامو او نصوصو په رڼا کې له خپلو حقونو برخمنې شوي، عزت، مال او ځان یې خوندی شوی، په زوره د واده کولو، په بدو کې د ورکړې او نورو حقونو د نقض مخه یې نیول شوې او دغه راز د میراث په څېر له ډېرو حقونو برخمنې دي.
د افغانستان د ښځو وضعیت په تاریخ کې دومره نه و خراب لکه څومره چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د غربي ارزښتونو او حقونو د تحمیل پر مهال خراب و، هغه وخت همدا کسان په واک کې وو چې نن یې په یو او بل نوم جبهې او ډلې ټپلې جوړې کړي او اوس ځانونه د ښځو د حقونو مدافعین ګڼي.
اصلي خبره دا ده، چې دا ډلې او جبهې تنها د ځان د انزوا، بې باورۍ او حیثیت د له منځه تللو له وېرې دا خبرې او مسئلې مطرح کوي، د دوی اصلي څهرې او کارنامې نه تنها دا چې افغانانو ته په کور د ننه، بلکې بهرنیانو ته د لمر په څېر روښانه دي. نو دا ډلې د زوال، انزوا او تشنج خوا ته روانې دي، بېړۍ یې په ډوبېدو ده او اوس د بایللي حیثیت او باور د اعادې لپاره دا ډول څرګندونې کوي.
د دوحې دا ناسته هم د افغانستان او هم د نورې نړۍ لپاره ښه فرصت دی، دوی کولی شي د رښتینو استازو په توګه یو او بل ته خپلې غوښتنې او اندېښنې په زغزده ووايي او ملموسو پایلو ته سره ورسېږي، ملګرو ملتونو او د افغانستان په مسئله کې نورو اړخونو ته هم ښايي چې د حاشیوي بحثونو پر ځای پر اصلي موضوعاتو بحث وکړي او د افغانستان په قضیه کې له صداقت او ځمکنیو واقعیتونو کار واخلي، ځکه له دې پرته دوی نورې ټولې لارې چارې و ازمویلې او پایله یې هم ولیدله چې د هېچا په ګټه نه وه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.