محمد فیصل

سبا او بل سبا د قطر پلازمېنې دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په تړوا دوه ورځینۍ غونډه جوړیږي.
راپورونه وایي د افغانستان په تړاو دغه مهمه غونډه کې به د پاکستان، ایران، هند، روسیې، چین، فرانسې، جرمني او امریکا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ملګرو ملتو له لوري د خپل ډول دویمه غونډه ده چې د افغانستان په تړاو جوړېږي.
تېر کال چې کومه غونډه جوړه شوې وه، طالبانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې نه وه.
دغه غونډه چې سبا پېلېږي، د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د نورو موضوعاتو تر څنګ په کې په درېو مهمو موضوعاتو باندې خبرې کېږي.
یوه موضوع د افغانستان د خلکو ملاتړ جاري ساتل، دویمه، د افغانستان له پاره د یو ځانګړي استازي ټاکل او درېیمه هغه یې له اسلامي امارت سره د تعامل زیاتوالی ښودل شوی دی.
د افغانستان د حکومت په ګډون روسیه او چین د افغانستان له پاره د یو بل ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دي.
سرپرست حکومت وایي د یوناما په موجودیت کې د بل استازي ټاکل ورته د منلو نه دي، خو امریکا او نور لویديځ هېوادونه یو نوی استازی ټاکل غواړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې چې لږه شېبه وړاندې نشر شوه راغلي چې “د بهرنیو چارو وزارت م. م. ته واضحه کړې ده، چې که اسلامي امارت د یواځیني مسئوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او د م. م. تر منځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي، نو ګډون به ګټور وي، نو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت له خوا بې نتیجې ګډون ګټور و نه بلل شو.”
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوناما له مشرې سره په خبرو کې په غونډه کې د ګډون له پاره د نورو تر څنګ یو شرط د اسلامي امارت معنی لرونکی ګډون ښودلی و.
متقي دا هم ویلي وو چې د افغانستان حکومت ته باید په غونډه کې استازیتوب ورکړل شي.
خو داسې ښکاري چې د افغانستان د حکومت غوښتنې منل شوي نه دي او دا غونډه به هم لکه د تېرې غونډې په څېر بې ګټې او بې اغېزې غونډه وي.
دا چې اوس طالبانو په ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې او له کلونو وروسته په کې یو باثباته او قوي مرکزي نظام جوړ شوی، ملګري ملتونه باید دغه څه درک کړي او د افغانستان اوسنی حکومت باید د افغانانو د استازي په توګه ومني.
دغه راز، د حقایقو په درک کولو سره باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان اوسني حکومت ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version