ارغوان وطنیار

یوالی، اتفاق او اتحاد الهي امر دی، قرانکریم کې خدای تعالی امر کړی دی چې (تاسې د خدای په رسۍ منګولې ښخې کړﺉ او ډلې ډلې مه جوړیږی)یو وخت مصر کې د تراویح د لمانځه د رکعاتونو په تعداد د دوو ډلو ترمنځ نزاع راغله، یاده موضوع یو عالم ته لاړه یوې ډلې ادعا لرله چې تراویح لمونځ دولس رکعته دي، بلې ډلې د شلو رکعتونو ادعا کوله، خو مسجد یو و او ډلې دوې وې، هغه عالم را ولاړ شو جومات ته یې قلف ور واچاوه او ویل یې ځئ الله مو مل شه د تراویح لمونځ له سره مه کوﺉ. خلک هک پک حیران شول چې دې عالم څنګه پرېکړه وکړه ؟بیا دواړه غاړې هغه عالم ته ورغلل چې د تراویح لمونځ یو ثابت سنت دی او تا موږ ترې بیخي محروم کړو.نوموړي عالم ډېر په حکمت ځواب ورکړ، چې تراویح سنت دي مګر فرقې جوړول او د خدای په کور کې نفاق ته لمن وهل تر ټولو لوی جرم دی.رښتیا هم موږ کله ډېر نا اګاهانه داسې قمار وهو چې ممکن غوږ وګټو مګر سر په کې بایلو.سمه ده چې موږ به په ډلو، فرقو او تنظیمونو کې مادي ګټه یا سیاسي موقف پیداکړو، مګر ایمان به پکې وبایلو او وطن به په کې داو ته وړاندې کړو.دا وطن زموږ نیکونو او اناګانو موږ ته په ډېرو درندو او لویو قربانیو ګټلی.یوه ورځ احمدشاه بابا تصمیم ونیوه چې د کندهار له ښاره یو دېوال چاپیر کړي، زموږ زرغونه خبره سوه او ژر یې احمد ور وغوښت ورته ویل ایا دا تصمیم دې رښتیا دی؟هغه وویل؛ هو مورې غواړم چې د ښار خلک امن کې ژوند وکړي او د هري حملې په شاه تمبولو کې پوره چمتو وي.انا ورته سخته غوصه سوه او ورته یې وویل، تر دې دېوال هاخوا دا خلک ستا رعیت نه دي؟ایا هغوی درباندې د امن حق نه لري؟د هغوی د سر، مال او ناموس ساتنه پر تا نه ده فرض؟ولاړ سه او دا تصمیم دې بېرته واخله.احمد شاه بابا ډېر خجل شو او د مور دې خبرو یې ماغزه ورخلاص کړل.انا خپل زوی ته د ملت سازۍ سبق ور وښود، د ملي ګټو د ساتلو او پاللو درس یې ور وښود.په دې وطن یې خپل د مینې سیوری خور کړ.همداسې کیسه د عینو بي بي هم ده چې د دې خاوند د احمدشاه بابا د فوځ سرتیری و، کله چې بابا د ډیلي له فتحې او د مرهټیانو د بغاوت له ځپلو وروسته سوبه وکړه او بېرته وطن ته راستون سو، نو شپه یې د کاریز سیمې ته ورسوله دلته یې عسکرو کیږدۍ ووهلې او کاروان یې دمه کړ، د احمد شاه بابا د یو عسکر کور پر همدې ځای و، یاد عسکر له قافلې جلا سو او په پټه توګه خپل د کور په تکل روان سو، کله چې خپلې دروازې ته ورسیده نو دروازه یې وټکوله، له هغې خوا پرې ناره وسوه چې څوک یې ؟ده د خپلې ماينې(میرمنې)غږ واورېده چې زه یم فلانی، ستا خاوند یم، تاسو پسې ډېر خفه وم نو ځکه پر دا نیمه شپه راغلم .ښځې ورته وویل احمدشاه بابا څه شو؟هغه ویل موږ ګرده سره راغلي یوو، هند مو فتحه کړ، سوبه مو وکړه بیا مو دلته کیږدۍ ودرولې چې سبا به په رڼا ورځ کندهار ښار ته قافله په جوش او ولولو ننباسو.ښځې ورته وویل دا نورو سرتېرو ښځې نه لرلې چې ته په دا نیمه شپه راغلی یې ؟کاروان دې پریښی او خپله سپارل شوې دنده دې پریښې او ماته دې منډه را اخیستې.بېرته شا ته وګرځه سبا سهار چې ټول فوځ ښار ته لاړه او تاته بابا رخصت درکړ بیا راشه.ښځې خپل خاوند نهیلی له دروازې رخصت کړ چې کله دی خپلې کیږدۍ ته راتلی، دلته په ګزمې موظفو عسکرو ونیوه، ده باندې د غلا یا هم د دوښمن ګومان وشو، سړي خدای او رسول شفیع کړل چې زه سرتېری یم، بیا یې د هند د فتحې ټولې نښې وویل، خپل د کنډک او دلګي نوم یې ور وښوده.نو سړی یې لاس نیولی احمد شاه بابا ته راوست، ده ورته خپله کیسه تېره کړه چې دی خپل کور ته ورغلی و او کور ودانې یې ورته ور(دروازه) بیرته نکړ او له دروازې یې وشاړه.احمد شاه بابا د کاریز ټوله سیمه د همدې میرمن په نوم ونوموله، بیا دې سیمې د عینو په کاریز شهرت وموند.چې اوس پرې عینو مېنه اباده ده.همداسې نازو انا، بي بي نیکبختې، ملالۍ میوندۍ او نورو مجاهدو او مبارزینو مېندو خپل اولادونه قربانۍ ته تربیه کړي د حب الوطنۍ درس یې ورکړې.وطن یې له اشغالونو پاک کړی او ساتلی یې دی.موږ ته بویه چې د خپلو اسلافو لار پرینږدو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version