له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دوحه کې د حماس له مخکښ غړي خالد مشعل، د شهید اسماعیل هنیه له مرستیال موسی ابومرزوق او د هغه له زوی عبدالسلام اسماعیل هنیه سره کتلي او د شهید اسماعیل هنیه د شهادت له امله یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر مشر شهيد اسماعيل هنيه‌ جنازه نن جمعه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ادا او جسد ېې هم همالته‌ خاورو ته وسپارل شو.

د شهيد هنيه‌ په جنازه کې د نړۍ د نورو چارواکو سربېره د افغانستان په استازيتوب د هېواد د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير او انس حقاني ګډون کړی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version