د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارزښت ۷.۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۳۵۵ مېلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۶ مېلیارده او ۲۸۸ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۳۷۵ مېلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۵ مېلیارده او ۱۲۴ مېلیونه او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسېده.:« د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې هند د ۴۶۳ مېلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ مېلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري.»یادې ادارې ویلي، د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې ۳۴۲ مېلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.: «د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد ډېر وارد شوي توکي له ایران څخه راغلي، چې ټولیز ارزښت یې یو مېلیارد، ۳۱۸ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو مېلیارد او ۱۵۶ مېلیونو او ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میېیارد او ۱۴۷ مېلیونه ډالرو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې راځي.»د خبرپاڼې له مخې، د ۱۴۰۲ کال په لومړیو درېیو ربعو کې هېواد ته په را واردو شوو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو مېلیارد او ۱۰ مېلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. په همدې ترتیب، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د ۶۹۱ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.د اقتصادي چارو کارپوه امین ستانکزی وايي، افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې واردات یې ډېر او صادرات یې لږ دي.: «له بده مرغه بیاهم د سوداګرۍ بیلانس کې په ډېره لویه پیمانه کسر موجود دی او دا کسر د تېر کال په پرتله زیاتوالی په ګوته کوي. زموږ د صادراتو او وارداتو تر منځ کسر نږدې پينځه مېلیارده ډالره کېږي دا حالت ورو ورو ښه کول غواړي. د احصایو او معلوماتو له کتنې وروسته دا ویلی شو چې د افغانستان د سوداګرۍ تر اتیا سلنې زیات واردات دي یوازې له شل سلنې کم موږ صادرات لرو.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version