په یمن او سور سمندرگي کې مېشت حوثیانو ویلي، د هېواد په سوېل کې یې د عدن په خلیج کې پر دوو امریکايي کښتیو بریدونه کړي.د حوثیانو د پوځ ویاند یحییٰ سیري ویلي، سمندري خواکونو یې د غزې په تړانگه کې د فلسطینیانو د ځپلو او محاصرې او د امریکا او انگلستان د بریدونو په ځواب کې د عدن په خلیج کې دوه امریکايي بېړۍ په نښه کړي دي.د سیري په خبره، د دوی په بریدونو کې د سیا شامپیون او ماویس فورتونا کښتۍ په نښه شوي دي، خو د اوښتې مالي او ځاني زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.د اسرائیلو له لوري پر غزې د روانې بمبارۍ له امله حوثیانو هم ویلي، تر هغه وخته به امریکايي، برېتانوي او اسرائیلي کښتۍ په نښه کوي، چې په غزه کې اوربند نه وي شوی.د تېرې یکشنې په ورځ امریکايي او برېتانوي چارواکو ویلي وو، چې په سور سمندرگي کې یې د حوثیانو اړوند ځینې کښتۍ په نښه کړي دي.د اسرائیلو له لوري پر غزې د بریدونه وروسته په سور سمندرگي کې هم حالت خراب شوي دي او گڼو کښتیو په دغه لاره تگ راتگ درولی دی.سور سمندرگی د نړۍ مهمه سوداگریزه سمندري لاره ده، خو اوسمهال پکې سوداگري په ټپه ولاړه ښکاري.په سور سمندرگي کې حوثیان داسې مهال امریکايي بېړۍ په نښه کوي، چې بېګاه شپه اسرائیلي عسکرو د غزې په رفح ښارگوټي سخته بمباري کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version