د روسیې د تحقیقاتو ملی ادارې ویلي، چې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د عملیاتي روزنې ریاست مشر، جنرال فانیل ساروروف په یوه چاودنه کې وژل شوی.
چاودنه نن سهار مهال شاوخوا اوو بجې دندې ته د تلو پر مهال د نوموړي په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.
دې پېښه کې د یاد روسي جنرال یو ۵۶ کلن موټر چلوونکی هم مرګونی ټپي شوی دی.
ویل شوي فانیل ساروروف د اوکراین په جګړه کې فعاله ونډه درلوده.
د روسیې د پلټنو ملي ادارې ویلي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
