د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بند هغه سزا چې ده او مېرمنې ته یې ورکول شوې، رواني شکنجه ده.

هغه چې اوس په زندان کې دی ویلي، چې خپلو حقونو او امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

خان له خپلو پلویانو غوښتي چې د محکمې د هغه حکم پر وړاندې چې پکې ده او مېرمنې ته یې ۱۷ کاله بند سزا ورکړې اعتراض وکړي.

نوموړي ویلي، پاکستان کې د قانون پر ځای د دې هېواد د لوی درستیز عاصم منیر ارادې حاکمې دي، چې احکام له وړاندې لیکل شوي وي او په محکمه کې یوازې ویل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version