د روسیې د امنیت شورا مرستیال، دیمتري مدویدف ویلي، چې ښایي د جرمني لومړی وزیر فریدریش مرتس هم د وینزویلا د ولسمشر پر برخلیک اخته شي.

نوموړي ویلي، چې د مادورو برخلیک د نړۍ د نورو هېوادونو ولسمشرانو لپاره هم حتمي دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، مدویدیف زیاته کړې، چې د مرتس تښتونه به د نړیوالو پېښو لوری بدل کړي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ټینګار کړی، چې دا ډول سناریو ناممکن نه ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د روانې اوونۍ په پیل کې د وینزویلا ولسمشر په خپل استوګنځي کې ونیوه او امریکا ته یې ولېږداوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version