د چین بهرنیو چارو وزیر، وانګیي د امریکا له خوا د نیکولاس مادورو د تښتونې عملیاتو ته په اشارې وایي، چې هېواد یې نور کوم هېواد د نړۍ د قاضي په توګه نهمني.
هغه ويلي: «بیجېنګ د امريکا له لورې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیولو وروسته هیڅ هیواد د نړۍ د قاضي په توګه نشي منلی.»
نوموړي زیاته کړې، چې نړۍ دا مهال تر بل هر وخت وړاندې د ګډوډۍ ښکار ده او ورځ تر بلې یو طرفه زورګویي پراختیا مومي.
هغه ویلي، چې هېواد یې هیڅ کله پر دې باور نه وو، چې يو هېواد کولی شي د نړۍ د پولیسو په توګه کار وکړي.
د چین بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دا نهشي منلی چې يو هېواد دې د نړۍ د قاضي کېدو ادعا وکړي او هغه دې بیا ومنل شي.
