د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې (SVR) مشر سرګئي ناريشکن د ازبکستان په سمرقند ښار کې د خپلواکو دولتونو د ګډو استخباراتي او امنیتي ادارو د مشرانو په غونډه کې ويلي، چې ناټو هڅه کوي د روسیې پر ضد د جګړې لپاره خپل ځواکونه او اړينې سرچينې چمتو کړي.
هغه ويلي:«موږ ښکاره وینو، چې د ناټو اروپايي متحدين د روسیې پر ضد د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.»
ناریشکن زیاته کړې، په اروپا کې د پوځي صنعتي تولید د پراخ زیاتوالي بهیر پیل شوی، ناټو منظم تمرينونه کوي او تبليغات کېږي، چې روسيه حتمن په اروپا بريد کوي.
ياده دې وي، چې دا مهال د فرانسې او جرمني په ګډون ځينې اروپايي هېوادونه روسیې سره د جګړې لپاره په منظم چمتوالي بوخت دي او حتی روغتونونو ته یې احتمالي جګړه کې د ټپي پوځيانو د درملنې لپاره د چمتوالي امر کړی.