د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې د نویو اټومي وسلو د جوړولو په حال کې دی او ډېر ژر به یې نندارې ته وړاندې کړي.

د راپورونو له‌مخې، نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د خپلو اټومي وسلو له پراختیا سره سره چمتو دی، له امریکا سره د اټومي وسلو پر محدودیت خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر دغه راز ویلي، چې که نور هېوادونه نوې اټومي ازموینې وکړي، دوی به هم په ورته چارې لاس پورې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version