د روسیې د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځه امور سیمه کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې چې له‌امله یې ۴۹ کسان مړه شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې، د دغې الوتکې ټوټې د چین پولي ته نږدې، د تیندا له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلومتره لرې موندل شوې دي.

د سیمې والي واسیلي اورلوف رسنیو ته ویلي، چې چې الوتکه د جولای پر ۲۴مه د بلاګووېشچېنسک له ښاره د تیندا پر لور روانه وه، چې له راداره ورکه شوه.

تر اوسه د دغې الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو په اړه یې د څېړنو د پیل خبر ورکړل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version