لیکوال: عادل افغان رویټرز خبري اژانس د داعش خراسان څانګې په اړه په خپلې تازه مقالې کې ویلي چې داعش خراسان څانګه د ۲۹ کلن ثناالله غفاري ( شهاب المهاجر) په مشرۍ کې په یوې خطرناکې نړیوالې شبکې بدله شوې ده.

دغه خبري آژانس د افغانستان د تېرې ادارې، پاکستان، عراق او امریکايي استخباراتي ادارو له ځینو چارواکو سره په همدې تړاو خبرې کړي او د دغو معلوماتو پر بنسټ یې دا مقاله چمتو کړې ده. د سرچینې په خبره، دغې ډلې اوس د دې وړتیا پیدا کړې، چې ان له افغانستانه د باندې مهم اهداف په نښه کړي.

رویټرز په مسکو کې پر یوه کنسرت وروستي برید ته په اشارې ویلي، چې د یاد برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست، چې له کبله یې نږدې ۱۴۰ کسان ووژل شول او تر دې ډېر نور ټپیان شول. د دغه اژانس په خبره، امریکا له دغه بریده وړاندې خبره وه او په دې اړه یې روسي چارواکو ته هم خبرداری ورکړی و.

د سرچینې په خبره، روسي چارواکو په دې وروستیو کې د یاد برید په تړاو څو تنه نیولي چې تاجکستاني پاسپورتونه یې لرل او په خبره یې دوی له المهاجر سره نږدې اړیکې درلودې او داعش ډلې له تاجکستان څخه دوی خپلو لیکو ته جذب کړي وو.

د سرچینې په وینا، کلونه وړاندې داسې فکر کېده چې المهاجر په افغانستان کې وژل شوی، خو په وینا یې چې نوموړی ژوندی دی او پاکستان ته تښتېدلی دی.

د سرچینې په خبره، اټکل کېږي چې نوموړی په بلوچستان کې اوسېږي. المهاجر په ۲۰۲۰ کال کې د داعش خراسان څانګې مشر وټاکل شو، چې وروسته یې د خونړیو بریدونو له کبله دا ډله او خپل ځان ډېر مشهور کړ او د نړیوالو پام یې ځان ته راواړوه.

دغه اژانس د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بمي چاودنې ته هم اشاره کړې چې پړه یې د داعش ډلې خراسان څانګې منلې وه او په خبره یې چې په هغه برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او له سلو ډېر افغانان ووژل شول.

تر څنګ یې رویټرز په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د چاودنې او دغه راز تېر کال په ایران کې خونړۍ چاودنې ته هم اشاره کړې چې په وینا د هغو چاودنو پړه هم دې ډلې منلې وه.

د رویټرز په خبره، د کابل نړیوال هوايي ډګر له چاودنې مخکې د مهاجر په اړه معلومات ډېر لږ وو، خو له دې پېښې وروسته امریکا د نوموړي پر سر ۱۰ میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

دغه اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې داعش خراسان څانګې د پښتنو په پرتله تر ډېره په ټوله مرکزي اسیا کې په تاجکانو او ازبکانو کې نفوذ او ريښې غځولي او له همدې کبله یې ډېری جنګیالي هم دوی دي.

رویټرز د مسکو وروستي برید ته په اشاره ویلي چې دغه ډله اوس په ډېرو هېوادونو کې د لویو او کوچنیو بریدونو توان لري. دغه اژانس د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د پخواني مشر کېنت مککنزي له خولې ویلي چې د دې ډلې وروستیو بریدونو ته په کتو، داعش اوس د امریکا او دغه راز د دوی د متحدیتونو امنیت هم ګواښي او پر دوی د ورته بریدونو توان یې تر پخوا ډېر شوی دی.

تبصره: په پیل کې غواړم چې د داعش ډلې د پیداپښت او پایښت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.

داعش شریره ډله د امریکايي، برېټانوي، اسراییلي او دغه راز په منځني ختیځ کې د دغو هېوادونو د لاسپوڅو استخباراتي ادارو پر مټ په ۲۰۱۳ کال کې په سوریې او عراق کې رامنځته شوه، چې موخه یې د امریکايي، غربي او اسراییلي ګټو ساتل، د اسلام او اسلامي ارزښتونو، نهضتونو او جهادي ډلو بدنامي، د مسلمانانو ترمنځ د تعصب، کینې، کرکې او تفرقې رامنځته کول او دغه راز اسلام نړۍ ته د یوه بد دین او مفکورې په توګه ور پېژندل دي.

دغې ډلې په پیل کې د یادو هېوادونو د استخباراتي ادارو د پراخ مالي، تبلیغاتي او لوجیستیکي ملاتړ پر مټ په عراق او سوریې کې یو شمېر سیمې ولکه کړې او هلته یې زرګونه انسانان تر تېغ تېر کړل.

امریکا او غرب د خپلې دغې پروژې پر مټ وکولی شوی چې له منځني ختیځ څخه په میلیونونو مترمکعب نفت او تېل وباسي او دغه راز هلته د تېلو او نفتو پر پراخو زېرمو خېټه واچوي.

کله چې امریکا او غرب په منځني ختیځ کې د خپلې دې پروژې ګټې ولیدلې، نو سملاسي یې د دې شریرې پروژې د غځولو هڅه پیل کړه او د نړۍ په نورو سیمو او دغه راز اسیا او اروپا کې یې د خپلو لاسپوڅو حکومتونو او کرايي جنګیالیو له لارې په یوه او بل نوم د دې پروژې څانګې پرانیستې، چې د ټولو موخه د غربي ګټو تامین او د اسلام کمروزي کول دي.

په همدې توګه، امریکا هغه مهال په افغانستان کې له خپل اشغال څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلې دې بدنامې پروژې یوه څانګه په دغه هېواد کې هم پرانیسته چې نوم یې پرې د داعش خراسان څانګه کېښود.

په افغانستان کې د دې پروژې په رامنځته کولو کې سي آی اې، د تېرې ادارې ملي امنیت او نورو امریکايي اجنټانو د پام وړ هلې ځلې وکړې. لومړی یې د افغانستان په شمال، بیا په ختیځ او دغه راز په ځينو نورو سیمو کې د دوی فعالیت ته زمینه برابره کړه.

دوی تر ډېره د منځنۍ اسیا د هېوادونو خلک وو، چې په داخل کې د تېرې ادارې د استخباراتو له کلک ملاتړ برخمن وو، په امریکايي او د تېرې ادارې په نظامي الوتکو کې به د ملي امنیت له مېلمستونو او امریکايي اډو څخه یوه او بل ځای ته لېږدول کېدل، وسلې ورکول کېدې او پراخ ملاتړ ترې کېده.

دې بدنامې ډلې د نورو ځایونو په څېر په افغانستان کې هم په پیل کې هڅه وکړه چې د خپلو له وحشته ډکو لارو او تګلارو پر مټ په خلکو کې وېره خپره کړي، ځان ته نوي کسان جذب کړي او دغه راز دلته هم امریکايي ګټې تامین کړي، خو الحمدالله د افغانستان مسلمان ملت او ولس ډېر ژر پر دې امریکايي پروژې وپوهېده، له وېرې پرته یې پر وړاندې کلک ودرېد او دغه راز د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو د امریکايي اشغال او داخلي لاسپوڅو سره د مبارزې تر څنګ د دې شریرې او بدنامې پروژې پر وړاندې هم کلکه او غوڅه مبارزه پیل کړه، ډېر ژر یې پر دوی د محاصرې کړۍ راټینګه کړه او بېرته د امریکايي او د تېرې ادارې د الوتکو په مرسته کابل او په ولایتونو کې د ملي امنیت مېلمستونونو او دغه راز نظامي اډو ته راټول کړل شول.

کله چې دوی ولیدل چې دا ستراتېژي یې ناکامه ده، نو بدلون یې پکې راوست او له همدې مېلمستونو او نظامي اډو څخه یې د ښارونو په منځ، د جنازې په مراسمو، په ورزشي کلبونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونو او د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې په نورو ځایونو کې خونړۍ چاودنې پیل کړې.

دوی په خپلې دې ستراتېژۍ کې تر یوې کچې بریالي وو، ځکه له یوې خوا یې په هره چاودنه کې لسګونو او ان سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوله چې ورسره د خلکو وېره هم په ډېرو وه، دویم دا چې د تېرې ادارې مسوولینو له دې وضعیت څخه ګټه پورته کوله او هڅه یې کوله چې طالبان د دغو بریدونو عاملین وښيي او په دې سره د جګړې په ډګر کې خپل بایللی برم بېرته راوګرځوي او خلک پرې دوکه کړي، درېیم هم دا چې دا شریره ډله او کسان نور د اسلامي امارت د مجاهدینو له بریدونو هم په امن کې شول، ځکه دوی د ملي امنیت په مېلمستونونو او نظامي اډو کې خوندي وو.

کله چې اسلامي امارت واک تر لاسه کړ، د دې شریرې شبکې او ډلې ځینې ځالې لا هم فعالې وې او بیا یې له خپلې پخوانۍ ستراتېژۍ کار اخیست، یو څو لویې او کوچنۍ حملې او چاودنې یې وکړې، خو لله الحمد، د اسلامي امارت د ويښو او اتلو سرتېرو له خوا یې جرړې وایستل شوې، سلګونو کسان یې ووژل شول، ځينې یې ژوندي ونیول شول چې د زندان تورو تمبو ته ولېږدل شول او ځينې یې له وېرې له هېواده بهر وتښتېدل او الحمدلله دلته یې ټغر ټول شو.

همدا تښتېدلي داعشي کسان لا هم له افغانستانه د باندې د بهرنیو استخباراتو تر روزنې او څارنې لاندې دي، چې وخت ناوخته د امریکايي ګټو د تامین لپاره هڅه کوي، چې د مسکو په څېر په نورو هېوادونو او ځایونو کې بریدونه وکړي او وېره خپره کړي. دوی دغه راز ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې هم اوسنی امنیت اخلال کړي، خو دلته یې تر ډېره مخه نیول شوې او امارت یې پر وړاندې کلک درېدلی دی.

د رویټرز په څېر غربي رسنۍ اوس بیا په سیستماتیکه توګه هڅه کوي چې دې ډلې ته پراخ تبلیغات وکړي، د دوی ماتې پکې پټه کړي، د المهاجر په څېر بدنامې او له ابهامه ډکې څېرې لویې معرفي کړي، په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمني پرې وننګوي او دغه راز په نورو هېوادونو کې د مسکو په څېر بریدونه وکړي او دوی دې ته وهڅوي چې له اسلامي امارت سره له تعامل لاس واخلي، خو امریکايي او نور استخبارات به بیا هم په دې لوبه کې ناکامېږي.

د مسکو په برید کې تورن کسان چې نیول شوي، یو یې هم افغان نه دی، بلکې د نورو هېوادونو اتباع دي، دغه راز تر اوسه هېڅ روسي چارواکي دا ادعا نه ده کړې چې ګواکې په هغه برید کې دې د کوم افغان لاس وي او یا دې هم په افغانستان کې پلان شوی وي، بلکې روسان پر دې لوبو تر هر چا ښه پوهېږي، دا یوازې د امریکايي او غربي ناکامو تبلیغاتو لړۍ ده، چې ډېره پخوا پیل شوې، لا هم روان ده او ښايي په راتلونکي کې به هم دوام کوي، دوی هڅه کوي چې په یوه او بل نامه د افغانستان اوسنی حکومت بدنامه کړي، دغه راز دلته شته امنیت اخلال کړي او ښايي دا ډول بریدونو او چاودنو ته په افغانستان کې د ننه هم زور ورکړي، خو زموږ لپاره اړینه ده چې هر څه په خلاصو سترګو وګورو، د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه باید تر دې نور هم بیداره اوسي او د تېر په څېر هره توطیه په نطفه کې شنډه کړي، امریکايي تبلیغات ناکام کړي او د سیمې د هېوادونو اوسنی اعتماد وساتي او په دې ډول د امریکايي پروژو مخه ونیسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version