رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې د داعش خراسان څانګې په اړه وایي چې د دغې ډلې مشر په افغانستان کې نشته دی.راپور کې د دوه سرچینو له قوله لیکل شوي چې شهاب المهاجر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې اوسیږي.

راپور کې ویل شوي چې تیر جون کې په افغانستان کې د غفاري د وژلو راپور ورکړل شوی و، خو رویټرز ته یو افغان او بل پاکستاني طالب سرچینو ویلي چې غفاري په ټپي حالت کې پاکستان ته وتښتید او اوس باور دا دی چې هغه بلوچستان کې اوسیږي.

د ۲۹ کلن شهاب المهاجر اصلي نوم ثناءالله غفاري دی چې په ۲۰۲۰ کال کې د داعش د خراسان څانګې مشر وګومارل شو.

راپور کې ویل شوي چې المهاجر افغان تاجک دی چې د تیر حکومت پوځ کې یې دنده هم ترسره کړې او وروسته بیا له داعش سره یو ځای شوی.

د داعش خراسان څانګې ډیر خونړي بریدونه کړي چې یو هغه یې جنورۍ کې په ایران کې ځانمرګي بریدونه وو چې شاوخوا سل تنه یې ووژل.روسیه کې د تیرې اوونۍ برید مسوولیت هم داعش خراسان په غاړه اخیستی.

هغه برید کې ۱۳۹ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د روسیې د برید په تړاو څلور کسان نیول شوي چې د تاجکستان اوسیدونکي دي.

داسې ګومان کیږي چې داعش په افغانستان کې د طالبانو له لوري سخت ځپل شوی او اوس یې پاکستان او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته مخه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version