د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي پراختیا شرکت له لوري د توليدي کارخونو کمپليکس پرانيست غونډې ته په خپله وینا کې ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت ۶۰ کاله ورسته په دې وتوانيده چې له کاره لوېدلې او ویجاړې فابريکې بیا فعاله کړي.

نوموړي د ملي پراختيا شرکت د کارخونو کمپليکس ته په اشارې ويلي، چې د دې فابریکو په بيا فعالېدو سره به د هېواد کرنیزه او صنعتي برخه پر ځان بسیا شي.

ياده دې وي، چې د ملي پراختيا شرکت اړوند د تولیدي کارخونو کمپليکس د هېواد د لوړپوړو مسؤلينو په شتون کې پرانيستل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version