ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو.

۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه.

۳_تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي.

۴_قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه.

۵_د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی.

۶_تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.

۷_امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي.

۸_ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه.

۹_د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوچستان کې د دوه قبیلو ترمنځ وسله‌واله نښته؛ ۲۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی.

۳_د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی.

۲_تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي.

۳_تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ فلسطینیان د لوږې له امله شهیدان شوي.

۴_يو اسرائيلي عسکر چې څه موده وړاندې د ځان وژنې په هڅه کې ټپي شوی و مړ شوی.

۵_اسرائیلي رژیم د یمن الحدیده بندر پر تأسیساتو بریدونه کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version