https://hindukushpa.com/wp-content/uploads/2024/08/VID-20240801-WA0010.mp4

د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، د هېواد د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ايران هېواد ته له رسمي سفر وروسته، نن پنجشنبه د اسد میاشتې په ۱۱ مه، د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي مشر شهيد اسماعيل هنيه جنازه کې د ګډون په موخه، د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېده.

سياسي مرستيال د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې مراسمو کې له ګډون وروسته داسې مهال قطر ته ځي چې ټاکل شوې سبا جمعه د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي مشر شهيد اسماعيل هنيه‌ په جنازه کې ګډون وکړي.

د حماس اسلامي غورځنګ مشر اسماعيل هنيه‌ پرون شپه ناوخته د ايران پلازمېنه تهران کې په يوه هوايي برید کې په شهادت ورسېده چې جنازه به یې سبا جمعه د قطر پلازمېنه دوحه کې ادا او همالته خاورو ته وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې د شهيد هنيه جنازې کې د ګډون په موخه د هېواد د سياسي مرستيال سربېره د لسګونه هېوادونو لوړپوړي چارواکي د قطر پلازمېنې دوحې ته روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version