د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غازو د لېږد هوکړه‌لیک د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغان غازو دولتي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له شبرغان څخه مزار شریف ته د غازو د لېږد لپاره د ۹۴.۵ کیلومتره نل‌لیکې هوکړه لاسلیک شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خلکو د اړ تیا وړ غازو برابرولو په موخه د افغان گاز امارتي شرکت په تخنیکي همکارۍ له شبرغان څخه تر مزارشریف ښار پورې د ۹۴.۵ کیلومټره په اندازه دنللکې د جوړولو کار پیل کړی چې ۶۵ کیلومتره بشپړ شوی او پاتې ۳۱ کیلومترو چارې به یې هم بشپړې شي.

د افغانستان شمالي ولایتونه د غازو پریمانه سرچینې لري؛ خو په هېواد کې د اوږدې جگړې له امله د گڼو کانونو چارې پیل شوې نه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version