د مالیې وزارت وايي، د تېرې یوې اوونۍ په موده کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې گڼ‌شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست د گرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، ننگرهار، نیمروز، هرات او کندهار په ولایتونو کې بېلابېل قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه يې افغانستان ته راوړي.: «په نیول شوو توکو کې (۶۰۰۰) کیلو گرامه چاکلېټ، (۱۰۶۰۸) کیلو گرامه رُب، (۲۹۴) کیلو گرامه پلاستیکي کڅوړې، (۱۰۶۸) کیلو گرامه لواشک، (۱۶۰) کیلو گرامه کرنیز درمل او (۵۹) کارټنه غوړي شامل دي.»

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو په موخه اړوند ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده، د مالیې وزارت د گرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هېواد کې دوامداره فعالیت کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version