د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د اوبو مدیریت او برېښنا تولید په برخو کې یو شمېر مهمې ملي پروژې بشپړې کړې او د ځینو نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په کابل کې د شاه او عروس بند، زابل کې د عمري بند، نیمرزو کې د کمال خان بند درېیم فاز او لوګر کې سرخاب ذخیروي بند؛ هغه بندونه دي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دا مهال فراه کې د بخش آباد او هرات کې پاشدان؛ هغه بندونه دي چې لا هم ورباندې کار روان دی.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې، په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۳۰ لویو او وړو چک ډېمونو چارې هم بشړې شوې دي.