د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او سعودي عربستان ترمنځ تېره ورځ (شنبه) په دمشق کې پنځه ستراتیژیک اقتصادي تړونونه لاسلیک شول.
د راپور له مخې، دې تړونونو کې د هوايي چلند، اوبو رسولو، مخابراتو، زېربناوو او د املاکو پراختیا برخو کې پینځه لویې پروژې شاملې دي.
د سوریې د پانګونې ادارې رئیس ویلي، چې د دغو تړونونو موخه د سوریې بیارغونه او د عامه خدماتو پراختیا ده.
