د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وایي، د سالنګونو لويې لارې د تونل دننه د قير اچونې چارې پيل شوې.

نوموړی زیاتوي، چې د قیر اچونې چارې دا مهال د تونل دننه او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ کې د پروژې د ډیزاین او تخنیکي مشخصاتو له مخې په یوه خط کې جریان لري.

حق‌شناس له موټرچلوونکو غوښتي چې له تونل څخه د تېرېدو پر مهال ټرافیکي قوانینو ته پام وکړي.

د نوموړي په خبره، د دغې لویې لارې د ۱۵مې ګالرۍ د قیر اچونې چارې تر دې وړاندې بشپړې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version