د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو دوه ورځې وړاندې، د پېښور په حسنخېلو سیمه کې پر عمومي سړک د پلټنې پر مهال د پاکستان پوځي رژیم څلور عسکر نیولي.
سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې یاد کسان په یوه عامه موټر کې چې جنازې پکې لېږدول کېدې، نیول شوي او نا معلوم لوري ته بېول شوي دي.
پاکستاني طالبانو له عامه خلکو غوښتي چې پوځیان دې په خپلو موټرو کې نه لېږدوي او نه دې ورسره په تېښته کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستاني طالبانو بنو کې هم د یاد رژیم د سرحدي ځواک یو عسکر ژوندی نیولی.
