د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار به نن دوشنبه د کب ۱۴مه د ترافیکو پر مخ پرانېستل شي.
د سالنګ لویه لار له څلورو ورځو را پدیخوا د سختو واورو او برف کوچونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې او د ټولګټو وزارت د سرپرست په وینا، نن هوا وريځ ده او دغه لار به د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شي.
د دغه وزارت ویاند اشرف حقشناس وايي، له تېرو دوه وو ورځو راهیسې د سالنګ د لویې لارې د پاکولو کار روان دی او نن به د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شي.
د سالنګ تونل ته څېرمه د واورو ژوروالی درې مترو ته رسېدلی او تر اوسه په دې سیمه کې ۲۹ ځله واوره ورېدلې ده.
د ټولګټو وزارت له مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتي، چې په ګرمو جامو او پوره چمتووالي سره سفر وکړي.