د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبرداری ورکړی، چې په “سور سمندرګي” او “باب المندب” کې د بېړیو په نښه کولو ته به دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره، راتلونکو څو ورځو کې به د صهیونیستي رژیم او د امریکا په بېړیو نوي او حیرانونکي بریدونه ترسره شي.

نوموړي، د خپلو خبرو پر دوام ویلي، څو چې په فلسطین کې جنګ پای ته ونه رسېږي، موږ به هغه کښتۍ په نښه کړو، چې اسرائيلو ته مرستې رسوي.سریع زياتوي: “د فلسطين ولس زمونږ ورونه دي.

کوم درد، چې اوس مهال دوی لري موږ يې هم احساس کوو”د يادونې وړ ده، چې اوم د اکتوبر راهيسي په فلسطین کې د اشغالګرو لخوا قتل عام شروع شوی دی؛ خو عرب هېوادونه لا تر اوسه چوپ پاتې دي.

حوثیان یواځیني هغه ځواکونه دي، چې لسګونه هغه بېړۍ یې وېشتلي، چې اسرائیلو ته یې مرستې رسولې او دغه راز یې په څرګند ډول له فلسطیني ولس څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version