ليکوال: اېمل پښتون

د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهه، د پنجشیر مقاومت یا دوهم مقاومت دا د شمالي ټلوالې د پخوانیو غړو او د طالبانو د نورو مخالفانو یو اتحاد دی، چې د ۱۴۰۰ کال د اسد د میاشتې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې، د طالبانو د بریا په غبرګون کې د عیاش او بزدله قومندان احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د کابل له فتحې وروسته تأسیس شو. احمد مسعود تاجک نژاده سیاستوال او د احمد شاه مسعود زوی دی.

نوموړی د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې د مسعود بنسټ د رئیس په توګه وګمارل شو او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۵ مه د پنجشیر په دره کې د خپل پلار په مقبره کې د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شو.

د ایران او انګلیس روزل شوي غلام، د افغانستان ملي مقاومت یا د طالبانو پر ضد د دوهم مقاومت په نوم یو ایتلاف جوړ کړ.

همهاله د ایتلاف بل غړي امرالله صالح د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷مه د افغانستان د اساسي قانون د احکامو په حواله، ځان د افغانستان ولسمشر د پنجشیر په دره کې له عملیاتي قرارګاه څخه اعلان کړ او ویې ویل: چې له هغه ځایه به د طالبانو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د ولسمشرۍ لپاره د هغه ادعا احمد مسعود، د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله خان محمدي او په تاجکستان کې د افغانستان سفارت او د دغه هېواد سفیر محمد ظاهر اکبر هم تایید کړه.او همدارنګه یې په پنجشیر کې اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت نه مني.

هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۸ مه په یوه نړیواله غوښتنه کې له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د مقاومت لپاره پوځي او لوژیستیکي ملاتړ وکړي.خو ناخبر له دې چې بادار یې هم د پښو سپکولو ته د وخت غوښتنه کوله، د الله عزوجل لښکر غالب او د شیطان لښکر مغلوب کړل شو.

د مقاومت جنګیالي په پنجشیر کې به ډيرې تېزۍ سره د مجاهدینو لخوا مات شول. د همدې کال د سپټمبر په شپږمه طالبانو د دې ولایت د بشپړ کنټرول خبر ورکړ او د پنجشیر ولایت مخې ته یې د امارت بیرغ ورپاوه.

دوی مسعودستان، ټلواله او پنجشیر له لاسه ورکړل. هغه پنجشیر چې شرق او غرب د یو بل ناورین لپاره پړسولی و، هغه پنجشیر چې د ټول افغانستان اسلحه تون یا ډېپو بلل کېده.

د پنجشیر ماته ددې لامل شوه، چې هغه اولسونه چې تر اوسه پورې يې اسلامي نظام نه و تجربه کړی، له اسلامي نظام څخه برخمن او د ملي خاینانو له شومو پلانونو او منګولو څخه آزاد شول.

اوس شمال، جنوب، ختيځ او لویدیځ ټول تر یوه رهبریت لاندې د ورورولۍ په فضا کې په ګډه د اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره شپه و ورځ کار کوي.

جبهه او مقاومتیان د غرب په واټونو کې تر بړستنو لاندې مقاومت کوي، خيالي وژنې او ترورونه په خوبونو کې ترسره کوي، د امن د ړنګولو په پار بېلابیل مجلسونه او غونډې دایروي، خو کامیابي د دوی په برخه نه ده رسیدلې. ان شاءالله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version