Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سرپرست حکومت د مشرتابه پیغام کې د نړۍوالو او داخلي مسایلو مهم نکات
    لیکني

    د سرپرست حکومت د مشرتابه پیغام کې د نړۍوالو او داخلي مسایلو مهم نکات

    صابر افغانصابر افغان28 مارچ 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت مشرتابه ټولو مؤمنانو، په ځانګړې توګه افغانانو لپاره د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی. د مبارکۍ دا پیغام د دیني او ټولنیزو مسایلو ترڅنګ، پر مهمو نړۍوالو او هېوادنیو سیاسي مسایلو هم ورټول دی.

    د مبارکۍ دې پیغام کې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له حاکمیت را وروسته د سرتاسري امن او سوکالۍ تأمین د مسلمان او مېړني رعیت او ولس د قربانۍ، شهادتونو، تکالیفو او زحماتو نتیجه بلل شوې او ستاینه ترې شوې ده.

    د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمان ولسونه د جابرو او ظالمو نظامونو تر مظالمو لاندې د محکومیت، شهادت، قربانۍ او مظلومیت ژوند تېروي، په ځانګړې توګه غزه، چې ولسونه یې د صهیونیستي رژیم تر بې سارو ظالمانه بریدونو لاندې شپې سبا کوي؛ له همدې امله د اختر په مناست د مشرتابه پیغام کې د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره همدردي او غم شریکي شوې ده، په ځانګړې توګه د فلسطین د محکوم وضعیت په اړه غم شریکي څرګنده شوې ده.

    په هېواد کې له بلخ تر کندهاره، له نیمروز تر بدخشانه د سرتاسري امنیت د تأمین په برخه کې د هېواد د درې ګونو امنیتي ارګانونو تر عنوان لاندې راټول شوي سرتېري بې شماره ستړیاوې ګالي او هر کال اخترونه او مناسبتي ورځې په خورا ډاډمن امنیت کې لمانځل کېږي، له همدې امله د اسلامي امارت مشرتابه په خپل پیغام کې د ټول نظام، په ځانګړې توګه بیا د امنیتي ارګانونو ملاتړ او حمایت کړی دی او عامو خلکو ته یې هم د ملاتړ بلنه ورکړې ده.

    په اختریز پیغام کې د اسلامي شريعت پر اساس نړۍوالي او ډيپلوماټيکې اړیکې هم د پیغام مهمه برخه ده او پر دې ورټول دی، چې سرپرست حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ اړیکو او تعاملاتو ته ژمن پاتې شوی. دا ډیپلوماټیک پرمختګونه د قطر په دوحه کې له امریکا سره له یو تړون وروسته په نوي پړاو کې را پیل شوي، چې بیا یې پر ټوله خاوره له حاکمیت سره د متوازن سیاست په پایله کې، له لسګونو هېوادونو سره اړیکې نیولي او دا مهال په لوړه کچه تعاملات دوام لري.

    قانون مند نظام او هغه ټولنه چې اصول او قوانین پکې پر ټولو په یو ډول تطبیق کېږي، د عدالت د تأمین لپاره لار هواروي، په همدې خاطر په اختریز پیغام کې د قوانینو او اصولو پر مراعت، تطبیق او مکلفیت هم ټینګار شوی دی.

    په افغانستان کې د انکشافي پروژو او د هېواد د بیا رغونې، ابادۍ او فقر د مخنیوي په برخه کې اقدامات هم د اختریز پیغام مهمه برخه جوړوي؛ پر هېواد د سرپرست حکومت له حاکمیت راهیسې د بیا رغونې چارې په خورا چټکۍ روانې دي او هېواد د ځان بسیاینې په لور ګامونه اخلي.

    په اسلامي ټولنو کې د منکراتو مخنیوی او د معروفاتو ترویج د ټولنیزو اصلاحاتو مهمه برخه او د اسلامي نظام لپاره مهم شرط بلل کېږي، په افغانستان کې امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو ته د رسېدلو وزارت په دې برخه کې قاطع دریځ لري، د ټولنې د اصلاحاتو په برخه کې یې مهم ګامونه اوچت کړي دي، د حکومت مشرتابه هم د امربالمعروف او نهي عن المنکر پر دیني فریضه ټینګار کړی او د دغه ارګان له محتسبینو سره یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

    هېواد د لسیزو جګړو او اشغال پر مهال جګړو ځپلی، ګڼ شمېر خلک یې له امله فقیر، بې کاره او لا چاره شوي، د کونډو، یتیمانو او معیوبینو شمېر هم سلګونو زره ته رسېږي؛ په پیغام کې له شتمنو هېوادوالو څخه عامو لا چاره وګړو ته د صدقې او خیرات د ورکولو غوښتنه هم شوې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستان ته د محمد محقق پټ سفر او په اړه یې ترلاسه شوي جزئيات
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي: سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکو ته لېواله دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.