Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»پاکستان ته د محمد محقق پټ سفر او په اړه یې ترلاسه شوي جزئيات
    راز

    پاکستان ته د محمد محقق پټ سفر او په اړه یې ترلاسه شوي جزئيات

    صابر افغانصابر افغان28 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌غږ د تازه ترلاسه شوو معلوماتو په اساس نږدې دوه اونۍ وړاندې د بهر مېشتو مخالفينو يوې مطرحې څهرې پاکستان ته پټ سفر ترسره کړی و، په دې سفر کې د پاکستان د استخباراتو ادارې(آی‌ایس‌آی) د مشر عاصم ملک په شمول د يو شمېر مهمو پاکستاني مسؤولينو او استخباراتي چارواکو سره ليدنې ترسره شوې وې.

    د سرچينې د معلوماتو په اساس، په ياده ليدنه کې پاکستاني لوري محقق ته وړانديز کړی چې دوی حاضر دي په پاکستان کې د افغانستان په ضد د فعاليتونو لپاره هر ډول تسهيلات ورته برابر کړي، خو په دې شرط چې محمد محقق او په اصطلاح له ده سره د مقاومت شوری به د هغو اهدافو په ضد فعالیت کوي چې د پاکستان له لوري ورته په ګوته شوي دي.

    په پاکستان کې د دفتر خلاصول، د محقق د ګوند غړو او ملګرو لپاره د ويزو او اقامو ورکړه او د په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې د هر ډول سياسي او نظامي اقدام او فعاليت بشپړ ملاتړ کول د آی‌ایس‌آی(ISI) له هغو مهمو وعدو څخه دي چې په دې ليدنه کې د محقق سره شوې دي.

    په دې ليدنه کې له محقق څخه دا غوښتنه هم شوې چې په ايران کې د خپل نفوذ څخه په استفادې د آی‌اس‌آی د نظر وړ معلوماتو په راټولولو کې ورسره ګډ کار او همکاري وکړي؛ په خپله شخصا محقق په دې وختونو کې پاکستان ته ډير نږدې شوی دی او د ايران په ځای پاکستان ته زيات ميلان لري.

    دا پټ او محرم سفر چې د مقاومت شوری د ځينو مهمو مسؤولينو په ناخبرتيا کې ترسره شوی دی، جزئيات يې لا تر اوسه هم د شوری سره نه دي شريک شوي، بلکې په محدوده کچه د يوې مشخصې حلقې سره شريک شوي او په اړه يې په همدې محدوده کړۍ کې سلا مشورې روانې دي، خو هندوکش‌غږ يې په اړه دقيق معلومات او پورته ذکر شوي جزئيات ترلاسه کړي دي.

    د تحليلګرانو په وينا، په افغانستان کې د سرپرست حکومت بهر مېشتي مخالفين د غرب او سيمې د استخباراتي سازمانونو لپاره هغه ارزانه او آسانه عوامل دي چې کولای شي په آسانۍ يې د خپلو استخباراتي هدافو لپاره وکاروي او په ځينو هيوادونو کې پرې جاسوسي فعاليتونه ترسره کړي.

    د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د ځينو غربي استخباراتي سازمانونو له لوري په ترکيه کې د افغانستان د مخالفينو له ځينو مطرحو څهرو څخه په ايران او سيمه کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې وه.

    مخکینۍ مقالهد هېواد د امنيتي ارګانو مسؤلينو مشرتابه ته امنيتي راپور وړاندې کړی او مهم تصميمونه نيول شوي
    راتلونکي مقاله د سرپرست حکومت د مشرتابه پیغام کې د نړۍوالو او داخلي مسایلو مهم نکات

    مربوطه لیکنې

    عطامحمد نور له پاکستانه تر ناهیلۍ وروسته د احمد مسعود او یاسین ضیا جبهې «نیابتي ملیشې» وبللې

    29 جولای 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تحلیل 15 اگست 2026

    د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    مقدمهد ۱۴۰۰ هـ ل کال د اسد میاشتې پر ۲۴مه د افغانستان جمهوري رژیم وپرځېد…

    د زمري ۲۴مه؛ د خپلواکۍ، امن او بيا رغونې پيلامه

    15 اگست 2026

    مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

    15 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    15 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د خپلواکۍ، امن او بيا رغونې پيلامه

    15 اگست 2026

    مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

    15 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،243 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.