افغانستان همېشه د نا امنۍ، بې‌ ثباتۍ او د کورنیو او بهرنیو عناصرو له لوري د غلاوو، فساد او دسیسو شاهد پاتې شوی. دا هېواد د جګړو، یرغلونو او اشغالونو په پایله کې څو ځله را غورځېدلی، بنسټیز جوړښتونه یې وران شوي، خو هر ځل بېرته راپورته شوی، د بیا رغېدو هڅه یې کړې او خپل موجودیت یې ثابت کړی دی.

په دې ټولو بدلونونو کې، تر ټولو مهمه مسئله د هغو پرديپالو کسانو شتون دی چې ځانونه یې پلورلي، د پردیو په دوکه کې لوېدلي او د بهرنیانو د مداخلو، سیاسي دسیسو او نظامي فشارونو په مرسته واک ته رسېدلي وو، تر څو د هېواد برخلیک کنټرول او په کورنیو چارو او تحولاتو کې ونډه ولري.

دا ډله کسان چې کم هم ندي، د ټولنې له بېلابېلو قومونو او قشرونو څخه راټول شوي، له لومړي سره یې پوښښ، خبرو او کړنو دا ښودله چې د چا لپاره کار کوي او د چا په اشاره مخته ځي!؟

که څه هم دا خلک په اصل او ریښه کې د همدې ملت برخه وو، د همدې خاورې اولاد وو، خو فکر، عمل او نیت یې د دښمنانو سره همغږی وو، د خپلو خلکو په زیان او د پردیو په ګټه وو.

دوی د بهرنیو هېوادونو تعلیمي لارې او میتودونه د دې لپاره لوستي وو، چې د افغانستان اسلامي تشخص او هویت ته زیان ورسوي، د ملت دیني ارزښتونه له منځه یوسي او هېواد د اخلاقي انحطاط او بې‌ بندوبارۍ کندې ته ورټېل وهي.

که څه هم دا په بهر کې روزل شوي خلک په ظاهره د معقولې او فصيحې ژبې خاوندان وو، خو د ملت پر زړونو یې اثر نه درلود، د دوی شعارونه او دعوې د ملت لپاره بې‌ارزښته وې او د دوی له سیاست څخه تل د خیانت بوی راتلی.

ملت په ښکاره لیدل، چې دوی اشغالګرو ته تر خپلو خلکو ډېر ارزښت ورکوي، د هغوی مشورې ته غوږ نیسي او ټولې پرېکړې یې د دښمن د خوښې پر بنسټ دي. دا کسان چې له خیانت او فساد سره د واک په ګدۍ ناست وو، کله یې چې د بخت ستوری پرېوت، هر څه بدل او د دوی د ظلم جام نسکور شو.

ځکه له دوی سره نه یوازې د ملت ملاتړ مل نه و، بلکې په خپله یې د دې ملت وینې زبېښلې وې، د خلکو حقوق او د هېواد شتمنۍ یې لوټلې وې.

په حقیقت کې دا چې دوی په واک کې پاتې وو، له بهرنیانو سره یې پټې هوکړې او د افغانستان پر خاوره د حضور او واک پر سر معاملې کړې وې، همدې ټکي دوی ته د قدرت چانس ورکړی و.

خو کله چې حق خپل ځای ونیو، دښمنان له بهرني ملاتړ څخه محروم شول، ډېر ژر یې تېښته غوره او د میدان پرېښودو ته مجبور شول.

اوس دې مخالفینو هر یوه په بهرنیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده او لا هم هڅه کوي چې د افغانستان پر ضد د خوځښت لپاره د پردیو ملاتړ ترلاسه کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د همدې لپاره دوی پرله پسې تر بېلابېلو نومونو لاندې غونډې او جلسې جوړې کړې، بېلابېل ائتلافونه یې رامنځ ته کړل، له دې سره سره یې د بهرنیانو ملاتړ ترلاسه نه کړ او یا هم په خپلو کې د دروغجن اتحاد په ساتلو ونه توانېدل.

دوی سره له دې چې دا هڅې یې لا هم دوام لري، خو بیا هم ناکام دي، هره دروازه یې په وړاندې بنده شوې ده او هر ډول دسیسې یې شنډې شوې دي.

دوی ځکه پردیو ته لاس اوږدوي، چې خپل ملت یې نه مني، د ملت په زړونو کې ځای نه‌ لري او خلکو ته د خیاینو، تورو او رټل شویو څهرو په شان ښکاري.

دا خلک چې له لومړي سره د دښمن تر سیوري لاندې راغلي وو، د هېواد پر ضد یې دسیسې جوړې کړې وې او اوس غواړي یو ځل بیا بهرني پوځیان هېواد ته راولي؛ دوی څنګه کولی شي د ملت خیر وغواړي او د سولې پیغام وړونکي شي!؟

دوی د بهرنیو غونډو او دسیسو له لارې دا جوتوي چې غواړي یو ځل بیا هېواد اشغال کړي، د خلکو ژوند خراب او د بربادۍ تورې کندې ته یې ور ټېل وهي.

خو له پرله‌ پسې ناکامیو څخه ښکاري چې دوی نه یوازې خپلو شومو موخو ته نه دي رسېدلي، بلکې د هرې هڅې پایله یې نوره رسوایي ده، د دوی په خپله خبره، چې یو ګام یې هم مخ ته ندی اخیستی.

د دوی اعتماد له لومړي سره د شک وړ و، خو په حکومت کې داسې ځواک نه و چې د دوی د لا ډیر نفوذ مخه ونیسي او د دوی خیانت افشا کړي، خو کله چې د واک واګې نوي سرپرست حکومت ترلاسه کړې، حالت بدل شو، د افغانستان د دښمنانو پښې ولړزېدې، کمزوري شول، بېرته هغو هېوادونو ته وتښتېدل، چې پخوا یې له هغه ځایه دسیسې جوړولې او له هغوی یې امرونه او تګلارې ترلاسه کولې.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version