د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د اوکراین په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي کیت کلوګ ترمنځ په کیيف کې تر لېدنې وروسته مطبوعاتي کنفرانس لغوه اعلان شوی، چې دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا بله بېلګه کېدای شي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر خبر ورکړی چې د زیلینسکي او کلوګ تر لیدنې وروسته د امریکایي لوري له خوا مطبوعاتي کنفرانس لغوه شوی دی.