د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په ملتیا د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته روان شو.

د خبرپاڼې له مخې، د تاشکند نړیوال کنفرانس یو له لویو سیمه‌ییزو کنفرانسونو څخه دی، چې هر کال په ځینو هېوادونو کې جوړېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې په یاد کنفرانس کې د ۱۰۰ هېوادونو ولسمشران او استازي ګډون کوي او ترڅنګ یې د ازبکستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم جوړېږي.

ټاکل شوې د دې کنفرانس په څنډو کې د اسلامي امارت پلاوی د ازبکستان او نورو هېوادونو له چارواکو سره پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ناستې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version