د ټولګټو چارو وزارت په مشرۍ د بېلابېلو وزارتونو استازو د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو ته سفر کړی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې پلاوي د حیرتان-مزار شریف-هرات اوسپنې‌پټلۍ او د هرات-تورغونډۍ-نیمروز-فراه-کندهار د اوسپنې‌پټلۍ له لارې لیدنه کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال دا پلاوی په کندهار ولایت کې دی او د اوسپنې‌ پټلۍ د لارې د ارزونې او ټاکلو پر لارو چارو غور کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version