د هندوکش غږ ځايي سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو پرون شپه د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ د لدا تحصيل پر مرکزي پوځي کمپ پراخ تعرضي برید ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له لس تنو ډېر پوځيان وژل شوي او ټپيان دي.

د سرچينې په خبره په برید کې دوه پوځي لارۍ او درې پوځي موټر هم له منځه تللي او د کمپ د وسلو ډیپو ته هم دروند زیان اوښتی دی.

سرچينه زياتوي چې پوځ له درنې مرګ‌ژوبلې ليدو وروسته پر ملکي خلکو شدیدې ډزې کړي، چې په ترڅ کې یوې مېرمن، او يوه سپين ږيري ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه ماشومان او ښځې ټپیانې شوي.

دغه راز ځايي خلکو ټوله شپه له کورونو باندې تېره کړې او په ټولنیزو رسنیو یې د پوځ له لوري د ډزو د بندولو غوښتنې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version